سه شنبه , اګست 20 2019
کور / خبرونه / بين المللي

بين المللي

مایک پمپيو: داعش تر ډېره حده د حملو کولو توان نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تائید کړې چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ځینو سیمو کې خپل قدرت زیات کړی، خو ویلي یې دي چې د حملو کولو توان یې تر ډېره حده له منځه تللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له (سي …

بشپړ »

ټرمپ له هند او پاکستان غوښتې چې خپلمنځې ناندرۍ د کمې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له خپلو دوو ملګرو نریندا مودي او عمران خان سره یې خبرې کړې دي. دده په وینا له دواړو سره یې په تلیفوني خبرو کې سپارښتنه کړې چې د کشمیر د مسئلې پر سر دې ناندرۍ راکمې کړي. د ټرمپ په وینا دواړه هېوادونه …

بشپړ »

خلیلزاد له طالبانو سره پر افغان سولې نه بلکې د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کوي

خلیلزاد له طالبانو سره پر افغان سولې نه بلکې د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني شنونکي ارون ډویډ مېلر دې هېل نشریې ته ویلي په افغانستان کې د سولې راوستل ګران کار دی. دده په خبره امریکا له طالبانو سره پر سوله …

بشپړ »

واشنګټن فوسټ:ټرمپ به افغان جګړه له شرموونکې ماتې سره مخ کړي

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي. سرچینه کاږي په افغانستان کې همدا اوس خونړۍ …

بشپړ »

امریکایي جنرال:افغان جګړه پای نه لري د امریکایی ځواکونو حضور دغلته ګټور نه دي

تر دوو لسیزو جګړو وروسته اوس له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو وخت دی. امریکايي متقاعد جنرال پول اېټان یوس اې ټوډې نشریې ته ویلي امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره دوه لسیزې جګړه وکړه. نوموړی زیاتوي اوس تر دوو لسیزو جګړو وروسته ددې وخت …

بشپړ »

اوکراین کې ۹ کسان وژل شوي دي

د اوکراین په تفریحي ښار، ادېسه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدو له امله نهه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي اور د توکیو ستار په نوم هوټل کې لګېدلی و. پولیسو ویلي چې له دې هوټله سل تنه د اور وژنې د کارکوونکو …

بشپړ »

امنیت شورا د کشمیر په تړاو ناسته کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر وضعیت د غور لپاره مشورتي غونډه کړې. د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې کشمیر کې وضعیت خطرناک دی او …

بشپړ »

یو امریکایي سناتور ټرمپ ته ګواښ کړی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک په اړه امریکايي سناتور لېنډسي ګراهم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ګواښ کړی، چې بده هوکړه کولی شي ترهګر په ټوله نړۍ کې خواره کړي. دغه سناتور په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ټرمپ باید د امریکا د مخکیني …

بشپړ »

لوېدیځ منځګړي په دې هڅه کې دي چې امریکا او ایران د افغانستان په امنیت کې مرسته وکړي

لوېدیځ منځګړي هڅه کوي چې دوه دښمن هېوادونه، امریکا او ایران وهڅوي چې په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې سره همکاري وکړي. د امریکايي چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې په افغانستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د همکارۍ د رامنځته …

بشپړ »

ملګرو ملتونو په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه غونډه رابللې

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شا ته په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه بحث وکړي. ډیپلوماتان وايي دا غونډه د نیویارک په وخت نن سهار جوړېږي. په امنیت شورا کې د کشمیر په اړه تر اوسه ډېر کم بحث شوی. دا …

بشپړ »