چهارشنبه , مې 27 2020
کور / خبرونه / بين المللي (پاڼه 2)

بين المللي

روسیه: که امریکا زمونږ اهداف په نښه کړي د ستر اټومي غبرګون سره به مخ شي

روسیې ګواښ کړی که چېرې امریکا کله هم د دوی اهداف په وړو اټومي وسلو په نښه کړي نو له یو ستر اټومي غبرګون سره به مخ شي.‌ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تېرې اونۍ د هغې خبرې په ځواب کې …

بشپړ »

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن او کوژدې یې له واده کولو پرته زوی زېږولی

د بریتانیا د لومړي وزیر بورېوس جانسن دفتر د نوموړي کره د زوی زېږېدو اعلان کړی. د لومړي وزیر یوې ویاندې ویلي، نوی زېږېدلی ماشوم اومور یې کېري سایمونډس دواړه ښه دي. داسې باور کېږي چې ښاغلی جانسن چې تازه له کورونا وېروسه رغېدلی، د ماشوم زېږېدو پر مهال روغتون …

بشپړ »

ناټو: د امنیت تر څنګ د کرونا ضد مبارزه کې هم له افغان ځواکونو سره مرسته کوو

په بروکسل کې د یاد سازمان مطبوعاتي دفتر له خوا په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیت ترڅنګ دوی د کرونا ضد مبارزه کې هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي. خبر پاڼه زیاتوي چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ناټو پر افغان ځواکونو د کرونا ضد …

بشپړ »

اوباما: ټرمپ د امریکا خلک نشي متحد کولی

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ټرمپ ته په اشاره ویلي چې د امریکا خلک نشي متحد کولی. نوموړي په ټرمپ د نیوکې په ډول ویلي، هېواد یې داسې یوه رهبر ته اړتیا لري چې خلک متحد کړي. نوموړي ویلي، خلک باید یووالي ته را وبلل شي او په اوسنیو …

بشپړ »

ملګري ملتونه: ټوله نړۍ دې د کرونا د مخنیوي، او درمل جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو قرار داد منظور کړی او په هغه کې یې غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره دې په نړیواله کچه د درملو جوړولو او اوزارو د زیاتولو او ورته د لاسرسي لپاره ګړندي ګامونه پورته کړل شي. د ملګرو ملتونو د جنرل …

بشپړ »

کرونا وایرس: د ترکیې ولسمشر د دغه هیواد په ۳۱ ښارونو کې ګرځبندېز اعلان کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپرېل پر ۲۰مه اعلان وکړ چې د هېواد په ۳۱ ښارونو کې به څلور ورځنی ګرځبندېز پلی کړي. اردوغان د اپریل پر ۲۰ مه نېټه د کابینې له غونډې وروسته وویل چې د دې کار هدف په ترکیه کې د کورونا وایرس د …

بشپړ »

کنیډا: یوه وسلوال د یوې پولیس افسرې په ګډون ۱۶ کسان وژلي

د کينيډا په نوا سکوشيا صوبه کې يوه وسلوال کس د پولیس افسرې په ګډون شپاړس تنه وژلي دي. د کينيډا پوليسو د اپرېل په ۱۹مه وويل چې د ۵۱ کلن ګیبريل وارټمين له خوا وژل شوو شپاړسو کسانو کې يو پولیس افسره هم شامله ده. وسله وال تن هم …

بشپړ »

ایران: تېرو دوو ورځو کې کرونا ۱۷۲ کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنه مړه شوي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر کیانوش جهانپور خبریالانو ته ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۷۴ تنه نور په …

بشپړ »

امریکا: د نن جمعې تر سهار ۳۳۲۸۶ کسان کرونا وایرس وژلي او ۶۷۰زره پرې اخته دی

کروناویروس د جمعې د ورځې اپریل ۱۷(وري۲۶) تر سهار پورې په ټولې امریکا کې ۳۳۲۸۶ کسان مړه کړي‌ دي. په امریکا کې د کروناویروس لومړۍ پېښه د روان کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه ثبت شوه او دا مهال پکې څه باندې ۶۷۰زره کسان په دغه ویروس اخته دي. امریکا …

بشپړ »

ایران: په ۲۴ ساعته کې ۱۴۹۹ کسان په کرونا اخته شوي او ۸۹ یې وژلي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۱۴۹۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۸۹ نور مړه شوي دي. د ایران د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر کیانوش جهانپور نن جمعه اپرېل۱۷ ویلي چې په دې سره په یاد هیواد کې د کرونا مثبته پېښو شمېر ۷۹۴۹۴ ته ورسېد. …

بشپړ »