چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي (پاڼه 20)

بين المللي

امریکا ګانګرس:هند نه غواړي له کابل سره ژورې دفاعي اړیکې ولري

د امریکا د کانګرس په یو راپور کې ویل شوي، هند چې له افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې تر ټولو ستر سیمه ییز مرسته کوونکی هېواد دی، نه غواړي له کابل سره ژورې دفاعي اړیکې ولري. دا راپور چې د افغانستان او امریکا د اړیکو لنډ شالید …

بشپړ »

عمران خان:که امریکا په افغانستان ۱۹ کاله جګړه نوره وکړې ګټونکي به نه شي

عمران خان وايي امریکا ۱۹ کاله نور هم افغان جګړه له نظامي لارو نه شي ګټلی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې په یوه انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي امریکا که په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکوي، نو ۱۹ کاله نور به هم له …

بشپړ »

ویلیم: افغانستان سره د مالي ملاتړ کوونکو اړيکې خرابې دي

د افغان حکومت او سترو مالي ملاتړو ترمنځ یې اړیکې خرابې شوې دي. په کابل کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیم برد ویلي، په دې وروستیو کې د افغان حکومت او ددغه هېواد د سترو مالي مرسته کوونکو او ملاتړو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي. دده په خبره د …

بشپړ »

ټرمپ په امریکا کې د جلسې پر مهال هندوستاني ستایلي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په امریکا کې ژوند کونکي هندوستاني امریکان ستاېلي او د هند وزیراعظم نریندرا مودې سره په شریکه کې يې په هیوسټن ښار کې زرګونو هندوستاني امریکایانو ته وینا کړې. د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي لپاره په یو لوې …

بشپړ »

عمران خان به له ټرمپ سره په مهمو مسلو خبرې وکړي

د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان او له طالبانو سره د سولې پر مسئله له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو تر عمومي غونډې یوه ورځ مخکې به عمران خان له ټرمپ سره ګوري او له هغه به غواړي چې له …

بشپړ »

ایران:پر ایران د بریدونو په اړه د سپاه پاسداران ځواک مشر ګواښ کړی

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په یوه وینا کې ګواښ کړی دی چې که هر څوک پر ایران برید وکړي، هېواد به یې د جګړې پر اصلي ډګر بدل شي. هغه ویلي، ایران هر یرغلګر ته ځواب ورکوونکی دی او له هیڅ ګواښه ویره نه لري. …

بشپړ »

ایران ښځو ته اجازه ورکړې چې لوبغالو ته ورشي

ايرانۍ ښځې د سپورټ د وزير، مسعود سلطاني فر، د څرګندونو له مخې په راتلونکي کې کولی شي چې لږ تر لږه د هيوادونو په سطح لوبو ته ورشي. دغه وزير د پنجشنبې په ورځ وويل چې «ټول اړين تدابير پورته شوي څو ښځې هم، لومړی يوازې د هيوادونو تر …

بشپړ »

پاکستانی اصله هندي سندرغاړی ۵۰ لکه هندي روپۍ جرمانه شوی

هندي رسنۍ وایي یوې محکمې پاکستاني اصله هندي سندرغاړي عدنان سمیع باندې د ۵۰ لکه هندي روپۍ جرمانه ايښې. خو ویل کیږي چې دا جرمان د نوموړي لپاره یوه ښه زیری ځکه دی چې د کروړنو روپیو جائیداد یې بچ پاتې شو. د معلوماتو له مخې دغه جرمانه د ۲۰۰۳ …

بشپړ »

ټرمپ:طالبانو سره مې خبرې ځکه لغوه کړې چې اوربند نه کاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، یوې باورې سرچینې ورته ویلي چې طالبان وایي غټه غلطي ترې شوې. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا د صدراعظم سکاټ موریسن سره د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو سره لیدو ته یې بشپړ چمتوالی …

بشپړ »

سپینې ماڼۍ ته څېرمه په ډزو یو تن وژل شوی او پينځه ټپیان دي

د امریکې په سرښار واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ سره نزدې د ډزو په يوه پېښه کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي. په ژوبلو کې د دوه کسانو روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی. ځايي مطبوعات وايي پېښه د سپينې ماڼۍ نه …

بشپړ »