دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه (پاڼه 5)

خبرونه

د کورنيو چارو وزارت وایی په تور خم کې مسافر وهونکی عسکر یې نیولی

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د پولیسو هغه سرتیری یې نیولی دی، چې پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې، د ننګرهار تورخم بندري ښارګوټي کې په لښته د مساپرو د وهلو په حال کې لیدل کېږي.د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبه (وري/حمل ۱۶مه) ویلي …

بشپړ »

ولسمشر غني د سولې په اړه خپله دریمه پړاویزه طرحه له زلمي خلیل زاد سره شریکه کړې

افغان چارواکي وايي د ترکيې غونډه کې د سولې لپاره به د ولسمشر غني طرحه چې پر وارمخکې ټاکنو را ټوله ده، د امريکا د طرحې د بديل په توگه وړاندې شي.د واشنگټن طرحه د يوې ټول شمولې لنډمهالې ادارې وړانديز کوي.افغانستان کې د جگړې ختمولو لپاره د ولسمشر غني …

بشپړ »

د بدخشان شورابک بند د جرمني په مرسته جوړ او چارې یې سرته ورسېدې

شورابک بند جرمني د ۴۵ میلیون یورو په لګښت جوړ کړ.د افغانستان شمال ختیځ ته په بدخشان کې ځايي چارواکي د شورابک بند د بشپړېدو خبره کوي.د افغانستان د انرژۍ خدمتونو ادارې ویاند احمد سیر نېکزاد رسنیو ته ویلي، ولسمشر اشرف غني به ډېر ژر دا بند پرانیځي.تېره اونۍ ولسمشر …

بشپړ »

صوابۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي د خپلې کورنۍ د نورو درېیو غړو په ګډون وژل شوی

په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد د عدالت قاضي (جج) د ښځې، لور او نمسي سره د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. د صوابۍ د پوليسو په وېنا دغه پېښه په پېښور موټر وی د صوابۍ په انټرچېنج هغه وخت رامنځته شوې چې جج افتاب افريدي …

بشپړ »

کابل کې موټر بم چاودنې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې موټربم چاودنې ۳ افغان پوځیان وژلي او ۱۲ نور ټپیان ديد کابل په پغمان ولسوالۍ کې موټربم چاودنې لږترلږه درې افغان امنیتي پوځیان ووژل او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل.وسله‌والو طالبانو د پرونۍ دغې حملې مسؤلیت منلی دی.له کله چې واشنګټن او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ …

بشپړ »

په قبایلي سیمو کې لۀ ۲۰۰۸م راهیسې د ماینونو لۀ امله په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې

د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل ۲۷مې د جنوبي وزیرستان عمر دين ژوند تل تر تله بدل کړ. نوموړي پر هغې ورځ د سکول تر چوټۍ وروسته د خپلې کورنۍ له ماشومانو سره په یوه باغ کې لوبې کولې چې د ځمکلاندې بم چاودنه وشوه او پکې د ده لاس او …

بشپړ »

په صومالیه کې ترهګر برید لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل 

د صومالیه په سرښار موغادیشو کې پرون د اپرېل ۲۰۲۱ په دریمه ناوخته په ځان وژونکي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. د پولیسو ویاند صادق دودېشې ویلي چې وسله والو حمله له هټیو او یوې چایخانې سره نېږدې کړې ده. د ده په خبره، هغه …

بشپړ »

د اردن پوځ شهزاده حمزه نه غوښتي د اردن د امنیت او ثبات په ضد دې اقدامات بند کړي

د اردن پوځ‌ د پاچا عبدالله ناسکه ورور شهزاده حمزه ته خبرداری ورکړی چې د «امنیت او ثبات» په خلاف دې خپل فعالیتونه بند کړي.د اردن پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یوې پراخې امنیتي‌ پلټنې وروسته شهزاده حمزه ته خبرداری ورکړل شوی، هغه او یو شمېر نور …

بشپړ »

د ملي پخلاینې شورا وايي د ترکیې غونډه کې به له یوې واحدې طرحې سره ګډون وکړي.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ته ۲۵ ګوندونو د سولې ۳۰ طرحې وړاندې کړي چې او د شورا په وینا د ترکیې تر ناستې وړاندې هڅه کوي دا ټول وارزوي او بیا د سولې طرحې مسوده جوړه کړي.نن دغې شورا د رهبرۍ کمېټې د غړي یونس قانوني په مشرۍ …

بشپړ »

“افغان پوسټ” دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې داسې یو شرکت فعالیت شروع کړ

افغان پوسټ شرکت په لومړي ځل په افغانستان کې په انلاین بڼه خدمتونه پیل کړل. د دغې ادارې چارواکي وايي، له دې وروسته خلک کولې شي چې په انلاین بڼه خپل تحصیلي اسناد، پېژندپاڼې او د وثیقې اړوند د څوارلسو نورو اړینو توکو کارونه په انلاین بڼه ترسره کړي.د دغه …

بشپړ »