یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه (پاڼه 614)

خبرونه

عطا محمد نور وايي ما مه اړ باسئ چې د حیراتانو د تجارتی بندر عواید په مامورینو وویشم

د بلخ لرې کړل شوي والي او د جمعیت ګوند اجراییه مشر د ملي یووالي حکومت ته د خپلو ګواښونو پر دوام ویلي، لا مې هم امضا چلیږي او لا هم د بلخ والي یم. هغه چې نن یې په بلخ کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل د محلي …

بشپړ »

پاکستان اوس دوسلوالو طالبانو لاس نیوي په افغانستان کې کوي

 د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په تر خپلې ولکې لاندې سیمه کې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، پاکستان يې تمويلوي او ډاکټران يې ورته رالېږلي دي. په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قېمتي پرون رسنیو ته وویل …

بشپړ »

کابل ښار ته دامنیت شورا پلاوی پرون ناوخته ورسيد چې په تېرو اوو کلونو کې لومړی پلاوی بلل کېږي.

 کابل ښار ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی پرون ناوخته راورسيد. ځينې افغان چارواکي وايي، د امنیت شورا دغه پلاوی به پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي او ښايي افغان چارواکي ورته د پاکستان په اړه هم شکایتونه وړاندې کړي. د ولسي جرګې غړی، صالح محمد صالح وايي، د …

بشپړ »

ډیورنډ په نامنلې پوله تورخم باندی  افغانانو ته پرته له کمپیوټري اسنادو اجازه نه ورکول کېږي

پاکستان وایي له دې وروسته یوازې هغه افغانان له تورخم ور اوښتی شي، چې کامپیوټري پاسپورت او د پاکستان وېزه ولري. د پاکستان حکومت ویلي، د روانې میاشتې له ۳۱ مې نېټې وروسته پر دغه لاره تدابیر سختېږي او پاکستان ته د افغانانو په اوښتو کې به ځینې اقدامات پيل …

بشپړ »

ډونلډ ټرمپ دکړو فحشاتو پټولو لپاره ډالر کاروي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ښځو سره په ناوړه چلند مشهور دی. د امریکا د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې او بیا سپينې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته لسګونو ښځو پر هغه د جنسي ځورونو تورونه لګولي دي. امریکايي رسنۍ وايي چې د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې د …

بشپړ »

عطا محمدنورد ولایت چوکې خپل مېراث ګڼي ،خوسيمه ییزو ارګانونوخپلواکه اداره یي لاسلیک نه مني

 د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، له دې وروسته د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور لاسليک په دولتي ادارو کې د اعتبار وړ نه دی. د يادې ادارې وياندې منيره يوسف زاده وايي، په بلخ کې له سياسي تاوتريخوالي وروسته به د دغې ولايت لپاره انجينير داود …

بشپړ »

یوخبري اژانس د۲۰۱۷کال دافغان جګړي د تلفاتو شمېره خودلي ده

په افغانستان کې تېر ميلادي کال د بېلابېلو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې نږدې درېيمه برخه په مې، جولاى او اګسټ میاشتو کې ده. دا خبره پژواک خبري اژانس په خپل تازه څېړنيز رپوټ کې کړې …

بشپړ »

کوټه کې افغان کډوال د ترهګرو په نوم پاکستان د ملېشه ځواک لخوا نیول کیږي

پاکستاني پوځیانو په بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه اته تنه افغان وګړي د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي. د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان پوځ اړوند ملېشې ځواکونو په بلوچستان کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ کسان …

بشپړ »

دافغانستان مرکزي بانک په خپلووطن والو غږ کړي چې په کلداره او تومان دې راکړه ورکړه نه کوي

مرکزي بانک وايي خلک دې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له کلدارو او تومان استفاده نه کوي. مرکزي بانک ویلي، چې د اسعارو په نړیوالو بازرانو کې د کلدارې او تومان نرخ ثابت نه دی، نو هغه افغانان چې له دې درکه زیان کوي مسوولیت یې د مرکزي بانک …

بشپړ »

جنرال باجوه په پاکستان کې د ترهګرو په شتون سترګي پټوي

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي پاکستاني پوځیانو د ټولو ترهګرو پر خلاف پرته له کومه توپیر سره اقدامات کړي او که چیرې افغانستان د پاکستان له خاورې څخه ګواښونه ترلاسه کوي نو افغان باید د ګډ پولې مدیریت په خپل لومړیتوبونو په سر کې ځای …

بشپړ »