جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه (پاڼه 697)

خبرونه

د ډرمپ لېونۍ پرېکړه به ټوله نړۍ کې شخړو ته لمن ووهي

په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بیت المقدس په هکله د پریکړې په اړه تند غبرګون وښود. ولسمشر ټرمپ تیره ورځ وویل چې اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته …

بشپړ »

دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۵داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ننګرهار ولايت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې دهمدې ولایت په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش ۲۵ وژل شوي دي. په همدې اړه د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال دیوې خبري سرچینې سره دمرکې پر مهال ویلي …

بشپړ »

دبيت المقدس په اړه: دا دامريکې خواشينوونکې پرېکړه ده

د امريکایي ولسمشر لخوا د اسرايلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس تر منلو وروسته به نړيواله کچه غبرګون او اندېښنې مخې ته راغلي دي او ويل شوي، چې د دې مسئلې سره به د فلسطينیانو او اسرايلو ترمنځ تشدد زيات شي. د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس …

بشپړ »

دجنوبي پښتونخوا ديني عالم وايي، پاکستانی پوځ کرايي دی

د جنوبي پښتونخوا مشهور دیني عالم مولانا شېراني د پاکستان پوځ او د جهاد په نوم هلې ځلې وغندلې. مولانا شېراني، چې په سپينو خبرو کولو مشهور دی، د پاکستان پوځ د امریکا کرايي ځواک وباله او له خلکو یې وغوښتل چې ځان ورنژدې نه کړي. ده د پاکستان پوځ …

بشپړ »

د افغانستان حلقوي سړک لپاره اسیايي پراختیايي بانک مرسته کړې

اسیايي پراختیايي بانک د افغانستان د حلقوي سړک د پاتې برخې د بشپړېدو لپاره افغانستان ته ۳۳۰ ملیون ډالره مرسته تصویب کړه. حلقوي سړک له یو بل سره د افغانستان د ټولو سیمو د تړلو او یوځای کولو لپاره خورا حیاتي پروژه ده. د دې پروژې یوازې یوه برخه د …

بشپړ »

امریکا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه منلی دی

امریکا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه په داسې حال کې ومانه، چې د اسلامي هيوادونو دمخالفت او سخت غبرګون وېره ورسره ده. په پدې اړه جوړ شوي سند په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شوی دی. ټرمپ ددغې پریکړې د اعلانولو پر وخت وویل، د اسرایلو د پلازمینې …

بشپړ »

افغان چارواکي وایي راتلونکو ټاکنو کې به ملي تذکرې وکارول شي

د ټاکنو خپلواک کمیسيون په خپل یو بیان کې ویلي چې د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې به ملي برېښنايي (تذکرې) کارول کیږي. کمیسيون مخکې له دې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د پیژندگلو او رجسټر کولو لپاره یو بایومټریک سیسټم وړاندیز کړی و. د کميسيون …

بشپړ »

جنوبي وزيرستان کې نامالومو وسله والو د امن لښکر يو فعاله غړی په ډزو وژلی دی

پرون د سه شنبې په ورځ شمالي وزيرستان کې د يو ځانمرګي بريد وروستو ماښام په جنوبي وزيرستان کې نامالومو وسله والو د امن لښکر يو فعاله غړی په ډزو وژلی دی. د جنوبي وزيرستان د چارواکو په وېنا د ټانک سره څېرمه پرته سيمه کې د وسله والو تندلارو …

بشپړ »

ميرعلي: د پوځيانو په ګاډي ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي

ميرعلي: د پوځيانو په ګاډي ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې په يو پوځي ګاډي ځانمرګي بريد کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. د پېښې وروستو په سيمه کې امنيتي پوځونو د …

بشپړ »

ډونلډ ټرمپ نن بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلانه وي.

ډونلډ ټرمپ نن بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلانه وي. د ډونلډ ټرمپ ادارې یوه چارواکي ویلي، ولسمشر به يې نن (چهارشنبه) بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړي. ګڼو رسنیو لیکلي، ټرمپ به بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي، څو د امریکا د …

بشپړ »