جمعه , فبروري 28 2020
کور / خبرونه (پاڼه 726)

خبرونه

د بلخ والي وايي وياند يې طالبانو نه دی وژلی

 د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ده ویندوی منیر فرهاد د دولت وسله والو مخالفانو نه دی وژلی. د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد پرون /چهارشنبه/ د نامعلومو وسله والو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړه. عطا محمد نور، چې د …

بشپړ »

پاکستاني چارواکي وايي امريکا هرڅه ته د هند له نظره ګوري

دپاکستان دکورنو چارو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دپاکستان اؤ چین اقتصادي لاره یا سي پیک کومه امنیتيتګلاره نه بلکې یوه معاشي پروژه ده اؤ امریکا باید دې ته دهند له نظره ونه ګوري. د امریکا دسفر په مهال یو سیمینار ته خپله وینا کې دکورنو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که امریکا سیمه کې هرڅه ته د هند په نظر ګوري نو دې سره به نه یوازې د سیمې بلکې پخپله د امریکا ګټو ته هم زیان رسیږي. تیره اوونۍ دامریکا ددفاع …

بشپړ »

د عمران خان د نيولو حکم شوى

د پاکستان د ټاکنو خپلواک کميسيون عدالت ته د سپکاوي په تور د حکومت مخالفي تحريک انصاف گوند د مشر عمران خان د نيولو حکم کړى. د ټاکڼو کميسيون د اسلام آباد پوليسو ته لارښوونه کړې چې عمران خان د اکتوبر پر ٢٦ نېټې د کميسيون پر وړاندې حاضر کړي. …

بشپړ »

شاهین اسمايي او سیمرغ البرز تر مینځ لومړي سیمي فاینل لوبه

پنجشنبه ۲۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۲ د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په لومړي سیمي فاینل کې نن شاهین اسمايي او سیمرغ البرز یو له بل سره مخ کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي وایی چې د دې تر څنګ دویم پړاو ته …

بشپړ »

کرزی: پاکستان سره سوله غواړو، خو ډيورنډ هېڅکله نه منو

د هېواد پخواني جمهور رئيس حامد کرزي نن په يوه خبري کنفرانس کې د عنعنوي لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه. نوموړي امريکا په هېواد کې د داعش ډلې په تمويل تورنه کړه او په افغان ملکي وګړو يې د دوي بريدونه ترورستي بريدونه وبلل. حامد کرزي د امريکا نوي …

بشپړ »

د ټاکنو په اړه د ځينو ګوندونو دريځ سیاسي موخې لري

د ټاکنو کمېسیون مشر نجيب الله احمدزي نن پنجشنبې (د تلې په ۱۹ مه) په یوې خبري غونډه کې ویلي، د دې کمېسیون په اړه د ځینو سیاسي ګوندونو دریځ، سیاسي موخې لري. بل لورې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرالاجیکس امارتي شرکت په تړاو کړې اروزنه، د تدارکاتو ملي …

بشپړ »

پاکستان د يوازې پاتې کېدو په وېره کې

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه دافغانستان، هند، او پاکستان برخلیک داسې مهال تړلی بولي، چې له تېرو څو کلونو کې يې د ترهګرو د بربنډ ملاتړ په وجه اوس د يوازې پاتې کېدو وېره زياته شوې ده. باجوه تیره ورځ په یوه سیمینار کې د وینا پر …

بشپړ »

دعمان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبانو ته اړتيا ليدل کېږي

تمه ده چي  دعمان څلوراړخیزه غونډه کې به طالبانوته بلنه ورکړل شي، ترڅو دسولې بهیر په رښتنې ډول ګړندی او دوسله والو طالبانو سره مخ په مخ خبرو ته لاره هواره شي. په همدې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نائب وزیرې میرمن تهمینه )جنجوعه (د شانګهای په سازمان کې د …

بشپړ »

د کونډو او یتیمانو کلی

د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې داسې کلی هم شته چې د ترهګرۍ ښکار نږدې پنځه سوه کورونو کې د شاوخوا اتیار کورونو د یتیمانو سرپرستي کونډو ته ور په غاړه ده. دا کونډې مناسب روزګار نه لري او د یو وخت مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره سختې هڅې …

بشپړ »

دنړۍ لس هغه ژبې چې ډېری خلک پرې خبرې کوي

د نړیوالو سرشمېرنو له مخې اوسمهال په نړۍ کې ۷۱۰۲ ژوندۍ ژبې پاتې دي، چې ځینې یې مړې شوي او ځینې د مړه کېدو په حالت کې دي. د ځینو ژبو ویونکي څو تنه پاتې دي او د طبیعت اغېزو ترې ژبه هم اخیستې ده. ځینې ژبې د پرمختگ په …

بشپړ »