پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه (پاڼه 738)

خبرونه

روسیې د سوریي پرضد د امریکا بل پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د لسم ځل لپاره د سوریې اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ. دا پرېکړه لیک هم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د ملامت موندلو په هکله د نوې څېړنې لپاره وه. دا پرېکړه لیک امریکا برابر کړی و او نیت یې درلود چې …

بشپړ »

د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې واورې ښویېدو ۸ کسان وژلي

دافغانستان د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په بهادر کلي کې د واورې ښویېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي. د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن جمعه رسنيو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال رامنځته شوې ده. ښاغلي همت زیاته کړ چې …

بشپړ »

اسراییلي پوځ د ایران په تړاو له سعودي سره ورته نظر لري

د اسراییلي پوځ مشر ویلي، هېواد یې له سعودي عربستان سره د خوندي معلوماتو راکړې ورکړې ته چمتو دی، ځکه په وینا یې د دواړو هېوادونو ګټې د ایران په مخنیوي پورې تړلې دي. د برتانوي خبري اژانس رویټرز رپوټ کې ویل شوي ډګر جنرال ګادي ایزنکوټ لومړی ځل یوه …

بشپړ »

داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ټولنيزې رسنۍ د جنګ ډګرونه دي

 په داسې حال کې چې دعراق او شام په زیاتو برخو کې داعش ماتې خوړلې او په ځمکه یې قبضه کمه شوې، د دوی په ګډون نورو ترهګرو ډلو په سيمه او نړۍ کې په ټولنيزه ميډيا د توندلارۍ د ودې او د خپلو پلويانو دهڅونې رسنيز جنګ تود ساتلی …

بشپړ »

دسمڅې لويدو په پېښه کې دري کوچيان او ۱۵۰ پسونه مړه شوي

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د باران له امله يوه سمڅه لوېدلې چې په کې درې کوچي ځوانان او د هغوى ١٥٠ پسونه مړه شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٥مه وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د اچين …

بشپړ »

ځانمرګي برید په کابل کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د پلازمينې کابل شمال ته خیر خانې سیمې اړوند د ودونو یوه تالار مخې ته ځانمرګی بريد شوی. په بريد کې ۱۸ کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه تالار کې افغان سیاستوال هم راغونډ شوي وو. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، په دې …

بشپړ »

پاکستاني چارواکي وايي قبايلي سيمو ته به عدالتي نظام وغځوي

د قبايلي سيمې د ځوانانو جرګې سره په ليدنه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي قبايلو کې د رېفرنډم کولو امکان رد کړی، او ويلي يې دي زر تر زره به عدالتي نظام سيمې ته وغځوي. د ځوانانو جرګې د فاټا اصلاحاتو په اړوند نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د …

بشپړ »

امريکې ته داسامه ښودونکی، ډاکټر شکيل افريدی اتل که مجرم؟

نوموړی هغه څوک دی چې د امريکا د کانګريس يو غړي ورته په کال ۲۰۱۳م کې اتل ويلی و. هغه په قرارداد کې ډاکټر افريدي ته د”امريکا اتل” ويلي او زياته کړې يې وه چې هغه دې زر تر زره د پاکستان د بند نه ازاد کړی شي. خبرونه وايي …

بشپړ »

دزرينې دافغان خاوند او پاکستاني پلار د کور ترمنځ يو غر ولاړ دی

د افغانستان د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ کې د زرینې بیګم د کور او د پاکستان ګیلګیت کې د هغې د پلار د کور ترمنځ یوازې یو غر ولاړ دی. هغه غر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نامنلې پوله ده. خو له سیاسي پلوه، د دواړو هېوادونو د اړیکو …

بشپړ »

احمدزی: د ټاکنیز کمیسیون مشرۍ ته به دوام ورکوم

د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی. دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې …

بشپړ »