دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه (پاڼه 779)

خبرونه

افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې

پاکستاني رسنیو ویلي، افغان حکومت له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز ترانزیت ناسته ځنډولې ده. پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان د اقتصاد وزارت د سوداګریزې ناستې د ځنډولو خبر اسلام اباد ته رسولی دی. پاکستاني چارواکو ددغه هېواد ځینو رسنیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان صادرات …

بشپړ »

زرګونه ښوونکي د لومړني ښوونځي ازموینه کې ناکام شوي

په افریقايي هېواد نایجریا کې زرګونه ښوونکي ځکه له دندو شړل شوي، چې د لومړني ښوونځي ازموینې د پارچې په حل کې پاتې راغلي. شړل شوي کسان د لومړنیو ښوونځیو ښوونکي وو او امتحاني پارچې شپږ کلنو ماشومان ورته چمتو کړې وې. د شمالي ایالت والي ناصر الروفي ویلي، له …

بشپړ »

قبايلي سيمې د ورانکارو لپاره که د اولس د ژوند دپاره؟

دپاکستان حکومت که هرڅو قبائیلي اولس ته طمعې ورکوي چې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډوي خو… څیړونکي وایي چې پاکستان هیڅکله په عملي توګه دغه کار ته تیار نه دی. وتلی څیړنکار ښاغلی ډاکټر سیدعالم محسود وایي په شورو کې قبائیلو سره وعده شوې وه چې فاټا به دخیبر پښتونخوا صوبې برخه جوړولی شي خو وروستو دغه کار پاکستان ځان دپاره زيان ګڼلی دی یو شخصي ټي وي سره خبرو کې ښاغلي محسود ویلي” قبائیلي علاقې دپاکستان هاغه …

بشپړ »

د امریکا لومړۍ مېرمن څوک ده؟

د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ ویاند په یوه بیان کې وايي، د هغې د مېړه( ډونلډ ټرمپ) د پخوانۍ مېرمنې ایوانا تازه خبرې یواځې ځان ته د پام اړولو هڅه ده. ایوانا ټرمپ د اې بي سي تلوېزون پروګرام “ګوډ مارنینګ امریکا” کې ویلي، دا چې د لسمشر …

بشپړ »

د ګوتو نښې ستاسې په اړه څه وايي؟

د برتانیا شفیلډ پوهنتون کې ساینسپوهانو داسې تکنالوژي موندلې، چې یوازې د ګوتو نښو له لیدو سره د یوه کس په هکله تفصیلي معلومات تر لاسه کېدای شي. د نوې ټکنالوژۍ له مخې د ګوتو نښانونو کیمیاوي ارزونه کېږي او دې سره د یوه کس په هکله خورا تفصیلي معلومات …

بشپړ »

فیفا د پاکستان د فوټبال فدراسیون غړیتوب وځنډاوه

فیفا یا د فوټبال نړیوالې ادارې د پاکستان د فوټبال فدراسیون غړیتوب د سملاسي ځنډولو اعلان وکړ. فیفا د چهارشنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره وايي، د دې فدراسیون د اکتوبر ۱۰ نېټې غونډه کې دا پرېکړه شوې. لامل یې هم د پاکستان فوټبال فدراسیون کې د …

بشپړ »

د ناروې سفيره: افغان حکومت دې د نجونو پر زده کړو پانګونه وکړي

افغانستان لپاره د ناروې سفيرې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د عاملانو لپاره د مجازاتو غوښتنه وکړه. هغې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د نجونو پر زده‌کړو ډېره پانګونه وکړي. ماري سکورې «Mari Skåre» نن جهارشنبه په کابل کې د نجونو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وويل، …

بشپړ »

امریکا د داعش خلاف د جګړې نه‌کولو په اړه د روسيې ادعا رد کړه

د امریکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چې وايي، متحده ایالات په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه نه‌کوي.دا څرګندونې د امریکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښې نېښانې بلل کېږي. د روسيې د دفاع وزارت ویاند پرون سې شنبه په مسکو …

بشپړ »

ولسي جرګې په مبايل کارتونو کې د پيسو ګرځول لغوه کړل

د افغانستان ولسي جرګې په مبايل کارتونو کې پنځه افغانۍ ټکس لرې کړی، خو د خلکو په وينا اوس دا پوښتنه هم له اړونده ادرس نه پکار ده چې دا دومره موده له دې لارې ګرځول شوي پيسې کومې خواته تللې دي. په مبايل کارتونو کې د بنځو افغانيو ټکس …

بشپړ »

“افغان پلاوی له شانګهای غونډې پنځه غوښتنې لري”

د روسیې پلازمېنه د شانګهای همکاریو تړون د افغانستان د تماس غونډې کوربه دی. په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی هم له یوه لوړپوړي پلاوي سره مسکو ته رسېدلی دی. د دغه زارت ویاند وايي، د غونډې ګډونوال په …

بشپړ »