چهارشنبه , مې 27 2020
کور / خبرونه / قبايل (پاڼه 10)

قبايل

د شمالي وزیرستان ځايي خلکو د کرم تنګي په نوم د ډیم پرضد احتجاج کړی

د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې د دواړو وزیرستانونونو ځايي خلکو د کرم تنګي په نوم د ډیم پرضد احتجاج کړی چې پکې د نورو ترڅنګ علي وزیر او محسن دوړ هم ګډون کړی دی. دوی دواړه په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو استازي دي. احتجاج کوونکي وايي، حکومت …

بشپړ »

مومند قبایلي مشرانو د دغه ايجنسۍ دپښتونخوا سره د ګډېدو پرضد احتجاجي غونډه کړې

د مومندو په غلنۍ تحصیل کې قبایلي مشرانو په خېبر پښتونخوا د ګډېدو پرضد لویه احتجاجي غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د ټولې مومند قبایلي ضلعې ترڅنګ د وزیرستان یوشمېر مشران هم ورغلي وو. دوی وویل قبایلي سیمې ډېرې په چټکۍ په خېبر پښتونخوا ګډې شوې وې او …

بشپړ »

پښتونخواه حکومت: په قبايلي سيمو کې به ډير ژر د پوليسو افسران ځای پر ځای شي

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په راتلونکو ورځو کې به په اوو واړو قبايلي ضلعو کې د پوليسو نور افسران تعنيات کوي او د خاصه دار او لېويز ځواکونو په پوليس محکمه کې د ورګډېدو سره به د افسرانو ترقياني کوي. دا خبره د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت …

بشپړ »

پاکستان کې د ارمان لوڼي قاتلان قصداً نه نیول کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، پاکستاني پولیس قصداً نه غواړي د دې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي قاتلین ونیسي. د یاد غورځنګ غړو ویلي، د اپریل په لومړۍ نېټه، په لورالايي کې د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه درج شوه چې پکې د نورو تر څنګ د دغه …

بشپړ »

خوست:د اغزن تار له امله د یوه کلي خلک په دوه برخو وېشل شوي

د راپورونو له مخې د خوست په ځینو ولسوالیو کې پاکستاني پوځيانو اغزن سیم تېر کړی دی او ځینې کلي یې په دوو برخو وېشلي دي. په خوست کې پادشاخان کلی هغه سیمه ده چې وګړي یې د پاکستاني پوځیانو د اغزن سیم له امله په دوو خواوو کې پاتې …

بشپړ »

باجوړ ايجنسۍ کې يو پاکستانی پوځي، او بل خاصه دار نیول شوی دی

د قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ د ښار تحصیل، لوی سم سیمې ته نږدې د غنډو کلي نه دوہ تنه لوړ رتبه پاکستاني عسکر د وسلوالو له خوا بې درکه شوي دي. له یادو عسکرو یو تن چې فضل رحمٰن نومېږي چې په خاصه دار ځواک کې يې د یوہ صوبه …

بشپړ »

منظور پشتین:پاکستان غواړي چې یو وار بیا پښتانه د ترهګرۍ په نوم ووژني

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستان یو ځل بیا هڅې پیل کړې ترهګرۍ ته وده ورکړي او بیا ورسره د مبارزې په نامه پښتانه په داسې ډول ووژني چې پکې تورن هم پښتانه وښودل شي. هغه د بلوچستان په سنځاوۍ سیمه کې پیل شوې احتجاجي ناستې ته …

بشپړ »

په باجوړ ایجنسۍ کې ۳ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ دباجوړ ایجنسۍ دتحصيل ناوګۍ په مټه سر سيمه کې د پاکستاني پوځ پر پوسته له درندو او سپکو وسلو له لارې چيريکي برید تر سره شو، برید کې د پوځ درې غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د پوستې “او پی پواينټ” هم په …

بشپړ »

علي وزیر:پر ډیورنډ کرښه لګول شوی ازغن تار دې زر تر زره لري کړی شي

دا د پکتيکا برمل ولسوالۍ د انګور اډې سفري نقطه ده، چېرې چې د پولې دواړه غاړې پښتانه د وزيرو ګرېنډ جرګې مشران د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي غواړي د پکتيکا برمل ولسوالۍ ته فاتحې ته راشي، خو پاکستاني پوځونه يې مخه نيسي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي او …

بشپړ »

مومندو ايجنسي: پاکستاني طالبانو د پوځ په پوستو بريدونه کړي.

د راپور له مخې نن سهار د مومندو ايجنسۍ د صافو تحصيل په شيخ بابا نومې سیمه کې دوہ ځایه “املوکو ټوپ” او “مرغانو کنډو” کې د پاکستاني پوځ په پوستو بریدونه ترسرہ شوي. په دواړو بريدنو کې د پوځ درې تنه مړہ اور څلور نور مرګوني ټپيان شوي ـ …

بشپړ »