چهارشنبه , مې 27 2020
کور / خبرونه / قبايل (پاڼه 20)

قبايل

کندهار: پاکستان لخوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مخه نیول شوې ده

افغان ځواکونو په کندهار کې د پاکستاني عسکرو له لوري د کټارو جوړولو مخنیوی کړی دی. په کندهار کې ځايي خبریالان وايي چې د کندهار امنیه قومندان تېره شپه د هغه پایې ایستلې دي چې پاکستان غوښتل اغزن سیم ورباندې وغځوي. د راپورونو له مخې پاکستاني عسکرو غوښتل د کندهار …

بشپړ »

وزیرستان:وسله والو سره په نښته کې ۲ پاکستاني افسران او ۶ نور عسکر مړه د‌ې

ټرایبل نیوز د سرچينې د راپور له مخې نن په شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل کې د وسله والو طالبانو او د پاکستان پوځ تر منځ نښته شوې ده چې په پایله کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده د جګړې وروسته امنیتي ځواکونه سېمه کلابنده کړې او د لټون عملیات …

بشپړ »

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ حزب الاحرار تندروه ډلې بمي برید کړی

پاکستان کې د نوې راټوکېدلي وسله والې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي د خپلې یوې رسمي خبر پاڼې له لارې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ د تېرې ورځي د شوي بمي برید پړه منلې ده یاد برید د روان میلادي کال د سپیتمبر په شلمه …

بشپړ »

پاکستان ته د تورخم له لارې د افغانانو تګ کم شوی دی

جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ تړلو وروسته د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانانو تګ کم شوی دی. رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې په جلال اباد کې د قونسلګرۍ په بندېدو سره د تورخم له لارې د افغانانو تګ شل سلنه کم شوی او …

بشپړ »

پاکستان پوځ یو وار بیا د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سېمه دهاوان مرمۍ ورولې دي

ټرایبل نیوز د سرچېنې د خبر له مخې نن سهار د شپږو بجو راهېسي پاکستان پوځ د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سېمه خوګاخېلو باندي د غټو او وړو وسلو بریدونه پيل کړي. سرچېنه زیاتوي پاکستان پوځ یاد راکټي بریدونه په داسي حال کې شروع کړي چې د ګوشتې ولسوالۍ سرحدې …

بشپړ »

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو وسلوال برید شوی

تیره شپه ۱۱ بجې د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي د خیسور په سېمه کې پر پاکستاني پوځیانو وسلوالو ډزې کړي چې په ترڅ کې مرګ ژوبله اړولې ده ټرایبل نیوز د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد برید خسوخېل پله تر څنګ شوی چې په پایله کې دوه پاکستاني پوځیان …

بشپړ »

پکتیا:پاکستان پوځ یووار بیا د ډیورنډ په لانجمنه کرښه اغزن تار لګول پیل کړي

د پکتیا په سرحدي سیمو کې پاکستانيو ځواکونو د ډیورند په فرضي کرښه د اغزن تار لګولو کارونه پیل کړي. د سيمې خلک وايي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې له قومي مشرانو سره یې د دې مسلې په اړه ناستې کړې، تر څو یاده ستونزه د خبرو له …

بشپړ »

کونړ ولایت کې پاکستاني پوځ افغان خاوره کې پوستو جوړولو ته زور ورکړی دی

د کونړ اوسیدونکي وایي، د ډیورند فرضي کرښې سره نېږدې سیمو کې پاکستانیو ځواکونو د کونړ خاوره کې پوستې جوړول پیل کړي، خو تر اوسه افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورته هېڅ نه وايي. د کونړ اوسیدونکي او ولایتي شورا وايي چې د پاکستان د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د کریړ …

بشپړ »

کرم ایجنسي: پاکستاني طالبانو د ایف سي چارواکی په ډزو سره وژلی

د ( ټرایبل نیوز ) د مالوماتو له مخې د کرمې ایجنسۍ د علیزو تحصیل د پاتالي پوستې ته څېرمه پاکستانی طالبانو د ایف سي ځواکونو یو چارواکی په ډزو هغه مهال وویشت کله چې یې د پوستې لپاره اوبه وړلې، د برید څخه وروسته وسله وال طالبان په تېښته …

بشپړ »

د ډیورڼډ په نامنلې کرښه اغزن تار لګول د منلو وړ نه دی

د قبایلو چارو وزارت وایي، پر ډیورند فرضي کرښه د پاکستان له خوا اغزن تار غځول ورته د منلو وړ نه دي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ۹۱ یمې کلیزې په یاد غونډه کې وویل، چې د ډیورند په تړاو هر ډول …

بشپړ »